وزیر اعظم شهباز شریف د ترکیې صدر رجب طیب اردوان سره د ملاقات لپاره دولماباهچے ماڼۍ ته ورسېد

استانبول 25 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم شهباز شریف د ترکیې صدر رجب طیب اردوان سره د ملاقات لپاره دولماباهچے ماڼۍ ته ورسېد۔ د اتوار په ورځ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدارتي ماڼۍ ته په رسیدو د ترکيې صدر اردوان د وزیر اعظم محمد شهباز شریف تود هرکلے وکړو او د دواړو مشرانو ترمنځ په پلاوي کچه ملاقات پيل شو ۔ د ملاقات په مهال نائب وزیر اعظزم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، فیلډ مارشال سید عاصم منیر، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ او خاص مرستيال سید طارق فاطمي هم موجود وو ۔ د ترکيې صدر اردوان به د وزیر اعظم شهباز شریف او پاکستاني پلاوي په اعزاز كښې د شپې مېلمستیا هم ورکوي۔