
اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د ګيلو او مانيټرنګ اينډ ويجلنس لپاره ډپټي کوآرډینیټر عبیدالله ذکریا وئیلي چې په سعودي عربستان کښې د مذهبي چارو او نړیوالې همغږۍ وزارت د پاکستاني حاجیانو د مرستې لپاره د ګيلو آزالې له یو سیسټم جوړ کړی دی، چې اووه ورځې په اونۍ کښې 24 ساعته د ګيلو په وخت آزالې لپاره په جدي توګه کار کوي۔عبیدالله ذکریا له راډیو پاکستان سره په خبرو کښې ووئیل چې د مذهبي چارو وزارت سږ کال په سعودي عربستان کښې د پاکستاني حاجیانو دحاجتونو پوره کولو لپاره د ګيلو یو قوي میکانیزم جوړ كړې ۔ ده ووئيل چې دا سیسټم د لاجسټك خدشاتو نه تر روغتیا او حفاظت د مسئلو د حل لپاره ډیزاین شوی، كوم چې دا خبره باوري كوي چې حاجیانو ته په وخت مرسته وركړې شي ۔ده ووئيل د ګيلو آزالې لپاره تربيه لرونكي عمله تعينات شوې، چې د مسئلو د سمدستي او كوټلي حل لپاره وقف شوي دي۔ حاجیان د ټلیفون، اي ميل او یا په ذاتي توګه د ګيلو سيل ته رسنه ترلاسه كولې شي۔