
پيرس 25 مئي (اے پي پي) روسیه او يوکرین د سيز فائر لپاره كومي لوظنامې ته رسيدلو هڅه كښې ناكامۍ په مهال د ګڼو نورو جنګي بندیانو تبادله وکړه۔ د اے ایف پي له مخې د بندیانو دا تبادله په کیف د روسیې د ډرون او توغندیو بریدونو څو ساعته پس شوي چې پكښې كم نه كم 15 كسان ژوبل شوي وو۔د يوکرین صدر ولادیمیر زیلنسکي او د روسیې دفاع وزارت ووئیل چې دواړه اړخه نور 305 سرتیري خوشې کړې شوي ۔دواړه اړخه د جمعې په ورځ هم خپل 390 سرتیري او وګړي خوشې کړي وو۔ د یادونې وړ ده چې د اوونۍ په آخر کښې به د نورو جنګي بندیانو خوشې کړې شي٬ دا به په تیرو دریو کلونو کښې د دې جنګ ترټولو لویه تبادله وي۔