ماسکو۔23 مئی(اے پی پی) د روسيا د خپلواكې سيمې چکوټکا په سرښار انادير كښې د استوګنې ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 5 كسان مړه او 4 نور ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې ځائي تحقيقاتي كمېټۍ د جمعې په ورځ ووئيل چې ابتدائي پلټنيو څخه دا معلوميږي چې اور د بجلۍ په آلات كښې د كوم نقص له امله لګېدلې ؤ۔ د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 4 ژوبل شول۔ د روستيا د بېړني صورتحال وزارت اطلاع وركړې چې ودانۍ څخه 17 كسان حفاظت سره بهر كړې شوي او په اور قابو موندلے شوے دے۔ د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي۔