
اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر سېنېټر اسحاق ډار د خضدار د پېښې سخت غندنه كولو سره ویلې دي چې هندي پراکسیز بايد منع شي٬ په دې اړه باید د راتلونکي لپاره د عمل لاره وټاکل شي، یوه کمېټي دې جوړه شي چې د دې په دې اړه د هېواد د راتلونکي لاره وټاکي٬ مونږ په افریقایي هېوادونو کښې د سولې او ثبات ملاتړ کوو۔ د پنجشنبې په ورځ د سېنېټ په غونډه کښې د خبرو په مهال ده وویل چې د خضدار په څير پېښې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي او مونږ یې غندنه کوو۔ ده وویل چې هندي پراکسیز بايد خپل دا ډول فعاليتونه بند كړي۔ په فضا او زمكه چې څو ورځې وړاندې د هغوي كوم حال شوے دے بايد هغې څخه زده كړه وكړي۔ ده ووئيل د چین دورې په مهال په سیمه كښې د ترهګرۍ په ختمولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د چين او افغانستان خارجه وزيرانو سره هم خبرې وشوې۔ د ايوان د جذباتو ادراك لرؤ۔ په دې لړ كښې به د سباؤن په تګلاره مشاورت كول وي۔ یوه کمېټي دې جوړه شي چې د دې په دې اړه د هېواد د راتلونکي لاره وټاکي۔ په اے پي اېس له بريد څخه وروستو د قامي يووالي پلان وضعه كړے شو د كوم په ځينو برخو چې عمل وكړے شو۔ ده ووئيل وزيراعظم ٬ سول او عسكري مشرتابه د ترهګرۍ ختمولو پلو پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل افريقائي سفارتي ورورولۍ ته په ايوان كښې هركلے وايوو۔ ده ووئيل نن د پاك افريقا د ملګرتيا ورځ لمانځلې شي كومه چې د څرګندونې موقعه وركوي۔ ده ووئيل د سېنېټ لخوا د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د سېنېټ غړو لخوا د افريقائي هېوادونو حكومتونو او اولس له مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستان او افريقا په تاريخي ژوره يووالي كښې يو بل سره تړلي دي۔ په 20 مه پېړۍ كښې افريقائي هېوادونو د استعماري قوتونو مقابله وكړه۔ ده ووئيل مونږ په ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او افريقائي ائتلاف كښې كښې د افريقائي هېوادونو د غوښتنو ملاتړ كوو۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د مشن لاندې په افريقا كښې امن په ځايې كولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ افریقا د معاشي پرمختګ په څانګه كښې مخ په وړاندې روانه ده۔ په دې تناظر كښې پاكستان په انګېج افریقا پالیسۍ عمل پېل كړو چې مقصد يۍ معيشت ٬ امنيت سفارتي او ټولو څانګو كښې اړيكو ته وده وركول دي۔