
اسلام آباد۔22 مئی (اے پی پی) د پاكستان او افریقائي هېوادونو ترمينځه ملګرتيا او همكارۍ ته وده وركولو له په سېنېټ آف پاکستان كښې يوه مهمه دستوره وشوه٬ په كومه كښې چې د بېلو افريقائي هېوادونو سفيرانو او هائي كمشنرانو ګډون وكړو۔ دا دستوره د “پاکستان-افریقه فرینډشپ ډے” په لړ كښې وشوه۔ په غونډه كښې به د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې يو تاريخي قرارداد منظور كړے شي۔ په قرارداد كښې به حكومت څخه غوښتنه وكړې شي چې هر كال دې 25 مئی د پاكستان -افریقا ملګرتيا ورځې په توګه لمانځل اعلان وكړے شي۔ په دې موقعه افريقائي سفيرانو ته د سېنېټ د كارروائيو كتلو موقعه وركړې شوه او د دوئي په درناوي كښې د خصوصي استقباليې كولو اهتمام هم وكړے شو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې دې دستورې لپاره بشپړه انتظامات شوي دي۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني افريقائي براعظم سره د ګڼ اړخيزه او تلپاتې همكارۍ په اهميت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان افريقائي هېوادونو سره اړيكې نوو بامونو ته رسول غواړي۔