
اسلام آباد۔22مئی (اے پی پی) د هند رياستي ترهګري او په پاکستان کښې زیاتېدونکې لاس وهنه د زغملو وړ نه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه د پنجشنبې په ورځ د سېنېټ په غونډه کښې غړو وكړه۔ غړو په خضدار كښې په بېګناه ماشومانو د ترهګریز برید په کلکو ټکو غندنه وکړه او ویې ویل چې دا برید د هند له ملاتړ سره ترسره شوے دے۔ غړو ټینګار وکړ چې هند په پاکستان کښې ترهګرۍ ته وده ورکوي او په بلوچستان کښې د بدامنیو شاته لاس لري٬ د بېګناه ماشومانو وینه بايد بې ځايه لاړه نه شي۔ ترهګرو له به خپل سخت انجام ته رسول وي۔ سېنېټر عرفان الحق صديقي ووئيل هند په پاکستان کښې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، هغوی ترهګر تربيه كوي او هغوي له وسله برابروي۔ ده زياته كړه چې هند یو خوا د کلبهوشن په څېر ترهګر لیږي او بله خوا دلته شدت خوښي عناصر تربيه كوي۔ ده ووئيل دا كومه ناراضګي ده چې د حقونو په نوم بې ګناه كوچنيان ذبح كولې شي؟ ده وويل هند ته سبق وركړے شوے چې هغه پاكستان مغلوب كولې نه شي۔ ده ووئيل جنرال عاصم منېر ته د فيلډ مارشل اعزاز وركول د ټول قام وياړ او درناوے دے۔ سېنېټر آغا شاه زېب دراني ووئيل هند په آپرېشن سندور كښې د پاكستان د عسكري مشرتابه او د وسله والو ځواكونو د صلاحيتونو اندازه سمه نه وه د كومې چې يۍ پرېكنده ځواب ترلاسه كرو۔ ده ووئيل هند له ماتې خوړولو وروستو يو وارې بيا د ترهګرۍ ملاتړ كولو پالېسۍ ته بېرته راغلے دے۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د هند لخوا سپانسرډ شوو ترهګرو په خضدار كښې سكول بس په نخښه كولو سره بېګناه كوچنيان شهيدان كړل او دا يو سفاك او بزدلانه فعل دے۔ ده نړيوالې وروررولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په غړېدلو سترګو وويني چې ترهګري څوك كوي۔ سېنېټر فیصل واوډا ووئيل هند زمونږ په كوچنيانو يو وارې بيا ناوړه بريد كړے د كوم چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل زمونږ مېړنو ځواكونو دښمن د هغه د حد دننه په نخښه كړو۔ ده ووئيل دا جنګ مونږ پولې سره سره په سفارتي محاذ هم ګټلے دے۔ د غړو وېنا وه چې دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې مونږ دفاعي بجټ زيات كړؤ۔ اوس وخت راغلے چې مونږ له به د پرمختيائي منصوبو په ځايې په خپل دفاعي نظام يو په دوه رقم مصرف كول وي۔