
اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) دسېنېټ په غونډه كښې د زيارت په ورځ د خضدار په پېښه كښې شهيد شوو بې ګناه كوچنيانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په ایوان كښې سېنېټر شهادت اعوان شهيدانو لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ سېېنټ په دې افسوسناكه پېښه ژور غم ٬ دړد او خفګان ښكاره كولو سره ځپليو كورنيو سره د بشپړه يو والي څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ غړو د دې پېښې سخته غندنه كولو سره دا يوه قامي پېښه وګرځوله او غوښتنه يۍ وكړه چې د دې مسوؤلين دې زر تر زره انصاف سره مخامخ كړې شي۔