
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په نړيواله كچه د پاکستان د زيتون تيلو ته ترلاسه كيدونكې ډاډګېرنه د زراعت په څانګه كښې د پاکستان تاريخي کاميابي ګرځولي ده ،دا کاميابي د وزارت د هغې د وژن عکاسي كوي چې مقصد ئې پاکستان په زرعي او غذائي پيداوار كښې خود کفيله جوړول دي۔دا بيان ده د لورالائي زيتون په دې کارنامه وركړے شوے كومه كښې چې د نيويارك انټرنيشنل اوليو آئل کمپيټيشن 2025 كښې د سلور ايوارډ ترلاسه كرے شوے چې د زيتون تيل د نړۍ تر ټولو لويه معتبر مقابله ده،د ټولي نړۍ څخه د 1200 څخه د زيات برانډز شرکت باوجود بلوچستان ضلع لورالائي سره تعلق لرونكے دا برانډ د خپل معياري پيداوار، كوټلي تګلارې او ښه پيکنګ په سوب په نړيواله كچه د پاکستان نامه روښانه كړه ۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل دا نړيواله ډاډګيرنه د هر پاکستاني لپاره د وياړ لمحه ده او وزارت د پخوانو هڅو ميوه ده، د لورالائي زيتون کاميابي د پاکستان کاميابي ده۔ وفاقي وزير ووئيل 2012 راهسې د وزارت د اړخه پېل شوې د زيتون منصوبې ترمخه ټول هېواد كښې اوليو ويليو چين جوړ شوے ؤ چې د لارې ئې كروندګرو ته معياري بوټي ، جديد ايکسټريکشن يونټس، سټوريج، د بوتل بندۍ سهوليات او تربيتي پروګرامز وركړې شوي دغسې چې د نړيوال معيار له مخې پيداوار باوري كړے شي