غزه ۔19 مئ (اے پي پي) د ګل په ورځ په غزه د اسرائيل تازه بريدونو كښې د لږ نه لږ 17 فلسطنيان شهيدان شول۔ د الجزيره تر مخه د اسرائيل پوځ غزه كښې خان يونس او خوا وشا باندې زورور بريدونه وكړل چې پكښې 6 كسان شهيدان او په درځنونو ژوبل شول٬ بريد كښې په خان يونس كښې ناصر مېډيكل كمپليكس هم په نخښه كړے شو۔ د اسرائيل وزيراعظم صلاحكار ديمتري ګينډ لمين تر مخه د اسرائيل پوځ په غزه كښې د آپرېشن”ګېډونز چيرېتس” پرېكنده پړاؤ ته رسدلے او د ښار دننه وړاندې روان دي۔ صلاحكار ووئېل په تېره اوونۍ كښې د اسرائيل فضائيه په دې سيمه كښې په سوونو اهداف په نخښه كولو سره د عسكريت خوښو ژالې ړنكې كړې دي ۔ د الجزيره تر مخه په 18 مئ په غزه د اسرائيل وسله وال پوځ بريدونو كښې 151 كسان شهيدان شوي چې پكښې 70 غزه كښې او نور په شمال كښې د ګولو ورولو د لاسه شهيدان شول۔ د اسرائيل پوځ 3 ډويژنز دا وخت په غزه كښې زمكيزه كاروائيو كښې برخه اخلي۔