
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يې په بلنه د ګل په ورځ د چين په درې ورځنۍ دوره بيجنګ ته روان شوے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې محمد اسحاق ډار به د چين خارجه وزير وانګ يې سره د چين كميونسټ پارټۍ مهمو غړو پشمول سينئر چينائي لارښودو سره تفصيلي خبرې كوي۔ملاقاتونو كښې به په موجوده سيمه ايز پيش رفت او د پاك چين د اړيكو ګڼ شمېر چارو ته به پام كولې شي۔دا دوره د پاكستان او چين ترمينځه د اعلٰی كچ تبادلو او د دواړو د وروڼو هېوادونو ترمينځه په سدا بهار اسټريټجك مرسته اډانه شراكتدارۍ برخه ده۔د روانېدو څخه وړاندې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ميډيا ته ووئيل چين د پاكستان لويې تجارتي شراكتدار دے او دواړنه هېوادونه نزدې او مضبوطې اړيكې لري۔ده ووئيل د تېرو دريو اوونيو په مهال د خارجه وزير وانګ يې سره دوه ځله په ټېليفون خبرې شوي چا چې هغه ته د چين دورې بلنه هم وركړې وه۔ده ووئيل د چين مشرتابه سره به په دې ملاقاتونو كښې به د پاكستان او هند ترمينځه د اوسني تاؤ تريخوالي نه علاوه په سياسي٬ځايې٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كيږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د ټولې نړۍ د ګڼ شمېر مهمو هېوادونو سره د خپل ټېليفوني خبرو اترو حواله وركولو سره ووئېل د هند تورونو لګولو ډرامه پاكستان د وړاندې نه په ډاګه كړې او د هند بې بنسټه تورونه لګولو لوبه ناكامه شوې ده۔