وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته ورسېد

کراچۍ 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ جاري بيان له مخې كراچۍ ته په رسېدو د تعليم وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف به د پاکستان نيوي ډاکيارډ ته ځي او هلته به د نيوي افسرانو او ځوانانو سره ملاقات كوي۔ وزيراعظم به د معرکه حق په مهال د پاکستان د سمندري حدود او اوبو حفاظت كوونكو د پاك نېوي افسرانو او ځوانانو ته خطاب كوي او دوي ته به پېرزوئنې وړاندې كوي۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم وزيراعظم سره ملګري دي