بجټ كښې به د پټرول، د بجلۍ بيعه او د سود شرح نوره كمه شي۔ هارون اختر خان

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي راتلونكي بجټ كښې به صنعت كار او اولس ښه خبرونه واوري٬ بجټ كښې به د پټرول، د بجلۍ بيعه او د سود شرح نوره كمه شي۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف معاشي هلې ځلې د نواز شريف د وژن عکاس دي، معاشي پرمختګ تر …

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي راتلونكي بجټ كښې به صنعت كار او اولس ښه خبرونه واوري٬ بجټ كښې به د پټرول، د بجلۍ بيعه او د سود شرح نوره كمه شي۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف معاشي هلې ځلې د نواز شريف د وژن عکاس دي، معاشي پرمختګ تر 7 فيصد رسول غوارو او د دې شرح تر لس كالو د مستحكم ساتلو خوښي لرو۔ ده ووئيل وزيراعظم برآمدات كښې اضافه د معاشي پرمختګ لائف لائن ګرځولے دے او دې پلو ئې پام لرنه كړې۔ هارون اختر د وزيراعظم تګلارې په اړه ووئيل معاشي ستونزو لپاره شهباز شريف جلا جلا كمېټۍ جوړولو سره مسئلې حل كوي او په دې لړ كښې وروستو مانيټرنګ او تپوس هم كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم سرمايه كارو ته تحفظ او اعتماد وركول غواړي او پاكستان په منطقه كښې سرمايه كارۍ لپاره جنت جوړول غواړي٬ چې هېواد كښې كاروباري وي نو ترقي به كېږي۔

مزید خبریں