
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د افهام او تفهيم فضاﺀ په ځاے ساتلو عزم پخلي كولو سره وئېلي دي پاكستان سوئېلي آسيا كښې د امن خوښي لري٬سندھ طاس لوظ نامه به كله هم چېلنج كېدو له ورنه كړو٬ د تېر يو كال په مهال د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه معيشت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې ښه والے راغلے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د متحده عرب امارات صدر او د ابوظهبي حكمران شيخ محمد بن زيد النهيان ترمينځه د شورو په ورځ په ټېليفون خبرې اشوي۔وزيراعظم سوئېلي آسيا كښې د اوسني بحران كمولو لپاره د متحده عرب امارات سفارتي هڅې او د تعميري كردار د زړه نه مننه وكړه۔ده ووئيل متحده عرب امارات تل پاكستان سره ولاړ دے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان سوئېلي آسيا كښې امن له خوښي لري او دې جذبې له مخې هند سره د جنګ بندۍ په مفاهمت رضا مند شوے۔ د افهام او تفهيم فضاﺀ په ځاې ساتلو عزم سره ده ووئېل پاكستان سوئېلي آسيا كښې د امن خوښي لري٬سندھ طاس لوظ نامه به كله هم چېلنج كېدو له ورنه كړو۔وزيراعظم د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د زړه پورې٬نزدې او د ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره ووئېل د تېر يو كال په مهال د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه معيشت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې ښه والے راغلے د۔د متحده عرب امارات صدر د امن لپاره د پاكستان هڅو ستائنه كولو سره د جنګ بندۍ د مفاهمت هركلے وكړو۔ده ووئيل متحده عرب امارات سوئېلي آسيا كښې د امن او استحكام بحالۍ ملاتړ كوي۔