د هند په ضد موثره كاروائي نړۍ ته واضحه كړی چې پاك پوځ څومره مضبوط او صلاحيت لرونكے دے۔امير مقام

پېښور 12مئي (اے پي پي)وفاقي وزير او د مسلم ليګ(ن)لارښود امير مقام وئېلي دي پاكستان د هند په ضد موثره كاروائي كولو سره نړۍ ته واضحه كړی چې پاك پوځ څومره مضبوط او صلاحيت لرونكے دے۔ده ووئيل په قامي او نړيواله كچه د پاكستان عزت زيات شوے۔ د یپښور هائيكورټ بار اېسوسي اېشن يوې دستورې ته خطاب كولو سره وفاقي وزير امير مقام ووئېل پهلګام پیښې په اړه پاكستان نړۍ ته په ښكاره ټكو په ښكاره انداز د آزادانه پلټنو كولو او د خپلې هر ډول مرستې هم خبره كړې وه ۔ده ووئيل وزيراعظم هم ښكاره دريځ خپل كړے چې د دغې پېښې دې سپيځلې انكوائري وشي دغسې چې حقائق وړاندې راشي۔وفاقي وزير ووئيل هند د دروغو په تور لګولو د پاكستان بدنامولو هڅه كړې٬خو هغوي پخپله د نړۍ په وړاندې په ډاګه شو٬۔ وفاقي وزير امير مقام ووئيل ټول پاكستانے قام د پاك پوځ سره د يووالي څرګندونه كړې٬ او دا اتحاد زمونږ تر ټولو لويې طاقت دے٬ راحې نن وخت چې مونږ په شريكه د پاكستان لپاره سوچ وكړو او ذاتي ګټې نه پرته قامي سلامتيا ته ترجيح وركړو۔ده د هائي كورټ بار اېسوسي اېشن نوې ټاكلې كابينې ته مباركي وركړه او وې وئېل د وكيلانو ورورولۍ تل هېواد د آئيني بحرانونو څخه ويستلو كښې مهم كردار ادا كړے۔امير مقام باور وركړو چې حكومت به د وكيلانو مسئلو حل لپاره هر ممكن مرسته كوي