وفاقي وزير انجينئر امير مقام اسحاق خان ايډوکيټ ته مبارکي وركړه

پېښور۔ 30 اپريل (اے پي پي):وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ ن د خيبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د هائي كورټ بار ايسوسي ايېشن په ټاكنو كښې اسحاق خان ايډوکيټ ته په بريا د ايګزيکټو ممبر په ټاكلے كېدو مبارکي وركړې ده۔ خپل د خوشالۍ پيغام كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئېل دا بريا نه يوازې ستاسو د صلاحيتونو بلكې د وکيلانو ورورولۍ په تاسو د اعتماد څرګندونه ده او د مسلم ليګ (ن) د اتحاد، محنت او په قيادت د باور لرلو روښانه دليل هم دے. دعا كوو چې اللہ تعاليٰ تاسو له نورې کاميابۍ دركړي او تاسو د آئين و قانون سر لوړۍ لپاره، د وکيلانو د حقونو او د هېواد او قام خدمت لپاره خپلې هڅې روانې وساتې ۔