مانسهره كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په دويمه ورځ هم روان دے

مانسهره 22 اپرېل (اے پي پي) مانسهره كښې پنځه ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن په دويمه ورځ هم روان دے۔د مانسهره پوليس له مخې 2000 څخه زيات پوليس افسران او اهلكار د پوليو ډلو امنيت وظيفه ترسره كوي۔د ډي پي او شفيع الله ګنډا پور په احكامات هر سركل كښې ايس پيز او ډي اېس پيز د امنيت انتظامات جاج اخستلو لپاره د خپلو خپلو سيمو دوره وكړه او پوليو ډلو سره يې ملاقات وكړو۔دوي د امنيت په اړه معلومات تر لاسه كړل او عملې ته يې مناسب هدايات جاري كړل۔