د وفاقي محتسب معائنه كونكې ډله به په 23م اپرېل د اسلام آباد انټرنيشنل ايئر پورټ دوره کوي

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وفاقي محتسب اعجاز احمد قرېشي د اسلام آباد انټرنيشنل ايئر پورټ په ضد د ګيلو راتللو په نوټس د سينئر ايډوائزر احمد فاروق په مشرۍ كښې د ډائريکټر جنرل محمد اشفاق احمد او انويسټي ګيشن آفيسر جميل احمد پشمول يوه معائنه كونكې ډله جوړه كړې كومه چې به په 23م اپرېل د اسلام آباد انټرنيشنل ايئر پورټ دوره کوي او د تېرو دورو رپورټ او سفارشات به جاج اخلي٬ د دې نه علاوه به د موجودو كسانو ګيلې هم اوري او د ايئر پورټ انتظاميه سره په ګډه به د دې د عمل وړ حل لټوي۔