پېښور ۔ 28 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پولیس 16 افسرانو له د ډي اېس پي په عهده ترقي وركړې شوه۔ د انسپکټر جنرل پولیس خېبر پښتونخوا دفتر لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې د پولیس 16 افسرانو له انسپکټر (BS-16) څخه د ډپټی سپرنټنډنټ آف پولیس (BS-17) په عهده ترقي وركړې شوې ده۔ ددې اطلاق به په فوري توګه وي او د افسرانو د تعيناتۍ نوټيفكېشن …
د خيبر پښتونخوا پوليس16 افسرانو له د ډي ايس پي په عهده ترقي وركړې شوه

مزید خبریں
پېښور ۔ 28 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پولیس 16 افسرانو له د ډي اېس پي په عهده ترقي وركړې شوه۔ د انسپکټر جنرل پولیس خېبر پښتونخوا دفتر لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې د پولیس 16 افسرانو له انسپکټر (BS-16) څخه د ډپټی سپرنټنډنټ آف پولیس (BS-17) په عهده ترقي وركړې شوې ده۔ ددې اطلاق به په فوري توګه وي او د افسرانو د تعيناتۍ نوټيفكېشن به وروستو كولې شي۔ دا ترقۍ د خېبر پښتونخوا سول سرونټ اېکټ 1973 او پروموشن رولز 2007 لاندې شوي دي۔ كومو افسرانو ته چې ترقي وركړې شوې ده په هغوي كښې سائرہ صالح، احسان ، قاضی اسلم، کرامت شاہ، اېم دیار، فضل کریم، امداد ، اېم نعیم، حضرت الدین، اقبال الدین، فیض ، عامر زیب، انور، مقدر خان، سعید احمد او اسماعیل شامل دے۔ د پولیس چارواكو له مخې د ترقۍ عمل په سپېځلي ډول وكړے شو او مېرټ ته ترجيح وركړې شوه۔







