لاهور۔19مارچ (اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاكټر راغب حسېن نعمي وئيلي دي چې په رمضان المبارك كښې اعتكاف كول يو مهم عبادت دے د كوم د لارې چې انسان د پاك پروردګار د رضا ترلاسه كولو هڅه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل يو بيان كښی وكړه۔ ده ووئيل دا وارې په جامعه نعيميه كښې د علماﺀ كرامو په لارښودنه كښې د اعتكاف غوره …
د روژې مباركه مياشت كښې د اعتكاف د لارې انسان د پاك پروردګار د رضا ترلاسه كولو هڅې كوي:راغب حسين نعيمي

مزید خبریں
لاهور۔19مارچ (اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاكټر راغب حسېن نعمي وئيلي دي چې په رمضان المبارك كښې اعتكاف كول يو مهم عبادت دے د كوم د لارې چې انسان د پاك پروردګار د رضا ترلاسه كولو هڅه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل يو بيان كښی وكړه۔ ده ووئيل دا وارې په جامعه نعيميه كښې د علماﺀ كرامو په لارښودنه كښې د اعتكاف غوره انتظامات شوي دي۔ ګڼ شمېر كسان به سږ كال هم په جامعه نعيميه كښې اعتكاف كوي۔ ده ووئيل د بركتونو دې مياشت كښې به مونږ له چار چاپېره د مسكينانو او بې وزله خلقو زيات خيال ساتل وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په دې مباركه مياشت كښې دې په نړۍ كښې امن لپاره خصوصي دعاګانې وكړې شي۔







