د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق د نيشنل پريس كلب نوے ټاكلے شوو عهديدارانو له مباركي

مظفر آباد۔19مارچ(اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم چوهدری انوارالحق د نېشنل پرېس کلب نوے ټاكلے شوي صدر اظهر جتوئی او عمومي سېكترې نیئر علی په شمول ټولو ټاكلې شوو عهدېدارانو له مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزیراعظم ووئيل عصري تقاضې پام كښې نيولو سره آزاد، ذمه دار او په حقائقو اډانه صحافت ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ …

مظفر آباد۔19مارچ(اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم چوهدری انوارالحق د نېشنل پرېس کلب نوے ټاكلے شوي صدر اظهر جتوئی او عمومي سېكترې نیئر علی په شمول ټولو ټاكلې شوو عهدېدارانو له مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزیراعظم ووئيل عصري تقاضې پام كښې نيولو سره آزاد، ذمه دار او په حقائقو اډانه صحافت ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل په دې دور كښې مونږ فېك نيوز سره مخ يوو۔ هيله ده چې د نېشنل پرېس كلب پلېټ فارم څخه به ددې مخنيوي لپاره هڅې روانې ساتلې شي۔ ده ګروپ ليډر افضل بټ له مباركي وركولو سره ووئيل دا كاميابي د خبريالانو لخوا د ده په مشرتابه د بشپړه باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل د پي اېف يو جے د صدر افضل بټ او د هغه د ډلې هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده هيله ولرله چې ټول نوې ټاكلې شوي عهدېداران به د رايې آزادي باوري كړي او د خبريالانو خېر ښېګړې له به هڅې وكړي۔ ده ووئيل نېشنل پرېس كلب اسلام آباد ته مركزي حېثيت ترلاسه دے ځكه د دې د ټاكلې شوو نمائندګانو ذمه وارۍ يو په دوره جوړيږي چې هغوي هغوي خپل فرض په بشپړ ډول ترسره كړي۔