کوئټه۔ 18 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير ميرسرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې مهمه غونډه په چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه۔ کابینې د جعفر اېکسپرېس او نوشكي كښې د ترھګرۍ رامخې ته شوو اوسنيو پېښو سخته غندنه وكړه او په دې پېښو كښې په وخت د كارروايۍ په كولو يۍ امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صوبائي كابينې د امنيتي ځواكونو د مړانې …
د بلوچستان كابينې د ترهګرۍ په ضد جنګ كوؤنكو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې ٬ كابينې او اولس ترهګري مسترد كړې ده: د بلوچستان اعلی وزير

مزید خبریں
کوئټه۔ 18 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير ميرسرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې مهمه غونډه په چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه۔ کابینې د جعفر اېکسپرېس او نوشكي كښې د ترھګرۍ رامخې ته شوو اوسنيو پېښو سخته غندنه وكړه او په دې پېښو كښې په وخت د كارروايۍ په كولو يۍ امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صوبائي كابينې د امنيتي ځواكونو د مړانې كارروائي ستائلو سره ووئيل په وخت اقدامات كولو سره بلوچستان لويې تباهۍ څخه بچ كړے شو۔ په غونډه كښې شهيد شوو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شو او د هغوي بخښنې له دعا وكړې شوه۔ كابينې په بلوچستان كښی د علماﺀ كرام په ټارګټ كلنګ سخته اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل د اولس په مرسته به په بلوچستان كښې د امن وضعې ته د زيان رسوؤنكو عناصرو نوغې وويستلے شي۔ ده ووئيل د بلوچستان كابينې او اولس ترهګري مسترد كړې ده۔ ده د امنيتي ځواكونو د قربانيو ستائنه كولو سره ووئيل د دوئي د فوري كارروايۍ په نتيجه كښې ډېر لويې زيان څخه بچ كېدل ممكن شوو۔ ده ووئيل د ګورننس خرابي رياست سره تړل سم نه دي ٬ حكومت به مېرټ باوري كولو سره حق دارو ته د هغوي حق وركړي٬ ځوانانو ته به د روزګار باعزته موقعې وركولو سره حكومت د دوئي شكوې شكايتونه ختم كړي۔







