کوئټه۔ 16 مارچ (اے پی پی) د صدر مملكت آصف علي زرداري وياند او د كركيلې صوبائي وزير مير علي حسن زهري په نوشکی دالبندین ستره لاره بس ته نزدې د ترسره شوې بمي چاؤدنې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا ناوړه عمل په انسانيت او معاشي اقدارو د بريد برابر دے۔ده په خپل بيان كښې ووئيل د دا ډول بربريت پېښو مقصد زمونږ د صوبې د امن سبوتاژ …
میر علی حسن زهری د نوشکی دالبندین چاؤدنه وغندله

مزید خبریں
کوئټه۔ 16 مارچ (اے پی پی) د صدر مملكت آصف علي زرداري وياند او د كركيلې صوبائي وزير مير علي حسن زهري په نوشکی دالبندین ستره لاره بس ته نزدې د ترسره شوې بمي چاؤدنې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا ناوړه عمل په انسانيت او معاشي اقدارو د بريد برابر دے۔ده په خپل بيان كښې ووئيل د دا ډول بربريت پېښو مقصد زمونږ د صوبې د امن سبوتاژ كولو يوه ناكامه هڅه ده۔ ترهګر به په خپلو ناپاكه ارادو كښې هېڅكله كامياب نه شي۔ ده په پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل داسې بزدلانه بريدونه زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ په بلوچستان كښې به په هر قيمت امن په ځاېې كوو٬ ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې كله هم كاميابېدې نه شي۔ ده ووئيل ترهګر به خپل انجام سره مخامخ كوو۔ ده زياته كړه چې د امن دښمنان خپل انجام ته رسولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔







