بولان ترهګري ٬ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمه او په ايجنډا نورې چارې موخر كړې شوې

اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې بلوچستان كښې په جعفر اېكسپرېس ترهګر بريد ٬ تش لاسې وګړي او د امنيتي ځواكونو كامياب آپرېش په مهال د شهادتونو پېښه نظر كښې نيولو سره د پوښتنو دمه او په ايجنډا موجود نورې چار موخر كړې شوې۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ د غونډې په پېل سپيكر ووئيل په بولان كښې تش لاسې پاكستاني وګړي شهيدان كړې شول٬ امنيتي ځواكونو آپرېشن كولو سره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې٬ ټوله ايجنډا دې موخر او په دې صورتحال دې خبره وكړې شي۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری د پوښتنې دمې او ايجنډې موخر كولو تحريك وړاندے كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه