وزيراعلی علي امين ګنډا پور سره د هنګو فټبال لوبغاړي رياض وليدل

پېښور 13 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډا پور سره د ضلع هنګو د فټبال لوبغاړي رياض ليدلي۔ د وزيراعليٰ هاٶس لخوا د جاري اعلاميې له مخې د اېم رياض ٬ چا چې د فټبال په نړيوالو مقابلو كښې د پاكستان نمائندګي كړې ده٬ د ځلوبو په دكان د كار كولو ويډيو په سوشل ميډيا وائرل شوې وه د دې نه وروسته وزيراعلٰې علي امين ګنډا پور اېم رياض ملاقات لپاره راوبللو ۔ په دې موقع وزيراعلی رياض له د لس لكه روپو چېك وركړو۔ وزيراعلی د فټبال لوبغاړے رياض د فټبال کوچ هم مقرر كړو۔ په دې موقع د لوبو صوبائي وزير فخر جهاں هم موجود ٶ۔