سركاري ملازمينو او پنشنرز ته د مارچ تنخا ٬ الاؤنسز او ريټائرډ ملازمينو ته پینشن دې ايډوانس كښې ادا كړے شي: کے پی حکومت

پېښور ۔ 12 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت وړوكے اختر تر پام لاندے نيولو سره سركاري ملازمينو ته تنخا او پينشن د مارچ په 20 مه نېټه د وركولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې چیف سېکرټری (كے پي) ،ایډیشنل چیف سېکرټری ، ټولو انتظامي سېكرټريز ٬ رجسټرار پشاور هائی کورټ او د نورو محكمو مشرانو ته مراسله جاري كړې …

پېښور ۔ 12 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت وړوكے اختر تر پام لاندے نيولو سره سركاري ملازمينو ته تنخا او پينشن د مارچ په 20 مه نېټه د وركولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې چیف سېکرټری (كے پي) ،ایډیشنل چیف سېکرټری ، ټولو انتظامي سېكرټريز ٬ رجسټرار پشاور هائی کورټ او د نورو محكمو مشرانو ته مراسله جاري كړې ده۔ په مراسله كښې وئيلې شوي دي چې د مارچ مياشتې تنخا به د اپرېل اولنۍ نېټې په ځاې په 20 مارچ ادا كولې شي۔ بياهم په 20 مارچ به تنخا او پنشن يوازې مسلمان سركاري ملازمينو او پنشنرز ته وركولې شي۔