د نيوزي لينډ او پاکستان ترمينځه د پنځه ټي ټونټي ميچونو سيريز په 16 مارچ پيل كېږي

کرائسټ چرچ 12 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لينډ او پاکستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځه ټي ټونټي مېچز سيريز په 16مارچ پېل كېږي٬ د سيريز وړومبے مېچ په هيګلے اوول، کرائسټ چرچ كښې د ګل په ورځ د مارچ په 16مه نيټه كېږي۔ د تفصيلاتو له مخې د سيريز دوېم مېچ به په 18 مارچ يونيورسټي اوول، ډونيډن، درېم په 21 مارچ ايډن پارک،آکلينډ، څلورم په 23 مارچ بے اوول، ماؤنټ مونګانوئي او د سيريز پنځم او وروستے مېچ به په سکائي سټيډيم، ويلنګټن كښې كېږي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به سلمان آغا او د نيوزي لېنډ مائيکل بريسويل كوي۔ د ټي ټونټي سيريز نه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ون ډے مېچونو سيريز هم كيږي