د نيوزي لينډ او سري لنكا ويمنز لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز به په 14م مارچ پېل كېږي

كرائسټ چرچ 10 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لينډ او سري لنكا ويمنز كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو نړيوال سيريز به په 14م مارچ پېل كېږي كوم چې به په هيګلے اوول، كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې د دواړو ډلو ترمېنځه ون ډے سيريز په مېچونو كښې كښې نيوزي لېنډ سري لنكا ته د صفر په مقابل كښې په دوه مېچونو ګټلو ماتې وركړې او وړومبې مېچ د باران په سبب بې نتيجه پاتې شوې۔ د دواړو ډلو ترمېنځه د سيريز وړومبې مېچ به په 14م مارچ په هيګلے اوول، كرائسټ چرچ٬ دوېم به په 16م مارچ هم دلته او درېم او آخري مېچ به په 18م مارچ يونيورسټي اوول،ډونيډن كښې كېږي