د خېبرپختونخوا حکومت د کارکردګۍ کتابچه خپله پي ټي آئي پرزے پرزے كړې ده۔ انجينئر امير مقام

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د خېبرپختونخوا حکومت د کارکردګۍ کتابچه خپله پي ټي آئي پرزے پرزے كړې ده٬ د يوولس كسانو راهسې مسلط شوې تحريك انصاف صوبه په ګهنډارتو كښې بدله كړې ده۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل پي ټي آئي د خپل بدترين كاركردګۍ د اعتراف نه وروسته خېبر پښتونخوا كښې اولسي حكومت پكار دې٬ دوي خپله بدترين كاركردګۍ په آډياله زندان كښې خپل مشر ته ښودلے ده٬ وفاق، پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې هر ځائي دوي تباهي ٬ بربادي او د كرپشن رېكارډ جوړ كړېدي۔ امير مقام ووئيل چې د يوولس كسانو راهسې مسلط شوې تحريك انصاف صوبه په آثار قديمه كښې بدله كړې ده