پېښور ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د پبلك هېلتھ انجينئرنګ صوبائي وزير پختون يار خان وئيلي دي چې په بنو كينټ چاؤدنو كښې په حق رسيدليو او ژوبل شوو وګړو ته د مرستې رقوم وركړې شوي دي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د چا كورونو ته چې زيان رسېدلے دے د هغوي د كورونو سروے بشپړ كړې شوې ده۔ ډېر زر به د كورونو د …
په بنو كينټ چاؤدنو كښې په حق رسيدليو او ژوبل شوو وګړو ته د مرستې رقوم وركړې شول: صوبائي وزير پختون يار خان

مزید خبریں
پېښور ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د پبلك هېلتھ انجينئرنګ صوبائي وزير پختون يار خان وئيلي دي چې په بنو كينټ چاؤدنو كښې په حق رسيدليو او ژوبل شوو وګړو ته د مرستې رقوم وركړې شوي دي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د چا كورونو ته چې زيان رسېدلے دے د هغوي د كورونو سروے بشپړ كړې شوې ده۔ ډېر زر به د كورونو د زيان ازاله هم وكړې شي۔ ده ووئيل په بنو كښی په امن پاسون كښې د مړو شوو او ژوبل شوو كسانو كورنيو له به هم ډېر زر د مرستې چېكونه وركړې شي۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور به د مشرانو په موجودګۍ كښې ځپليو كورنيو ته د مرستې چېكونه وركوي۔ ده ووئيل مونږ د اولس خذمت له راغلې يوو او د خېبر پښتونخوا حكومت به اولس ته سوكالي او امن وركړي او دوئي به د پرمختګ په لاره روان كړي او هم دا زمونږ منشور دے۔










