
تاشقند 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ازبکستان صدر شوکت مرزيايوف په خاص بلنه په دوه ورځنۍ دوره تاشقند ته رسېدلے۔ د ازبکستان وزيراعظم عبدالله عاريپوف، خارجه وزيربختيار سيدوف او د تاشقند ميئر شوکت عمرزاکوف، په پاكستان كښې د ازبکستان سفير علي شېر تختائيف او په ازبكستان كښې د پاکستان سفير احمد فاروق پشمول اعليٰ سفارتي او سرکاري اهلکارو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ وزيراعظم به په تاشقند كښې د يادګار ِآزادي دوره كوي چرته چې به وزيراعظم د ګلونو څادر خپرونو سره د ازبکستان عظيم تاريخي شخصياتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ازبکستان په تعمير او ترقۍ كښې د غېرتي او محنتي ازبك اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوي۔ وزيراعظم به په دې موقع په يادګار تعمير كړې شوې د ازبکستان د درې زره كلنه تاريخ منبت کارۍ دوره كوي او وزيراعظم ته به بريفنګ وركولې شي۔ وزيراعظم به د دورې په مهال ازبك صدر شوکت مرزيايوف سره دوه اړخيزه ملاقات هم كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سيمه ايزو روابطو، تجارت، سرمايه کارۍ، توان، دفاع، سلامتيا، سيمه ايز استحكام او د تعليم په څانګو كښې په نوره وده خبرې كېږي۔ دواړه مشران به د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د ملاقات نه وروسته به د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې د مفاهمت په ياددښتونو او لوظنامو لاسليك هم كېږي٬ د پاکستان او ازبکستان کاروباري او سرمايه کار ورورولۍ ترمېنځه مرسته زياتولو لپاره به په تاشقند كښې د پاکستان او ازبکستان بزنس فورم تابيا هم كېږي چې پكښې به وزيراعظم ګډون كولو سره فورم ته وېنا هم كوي۔ وزيراعظم به د ازبکستان د تعميري صنعت مشاهدے لپاره په تاشقند كښې د قائم ټيکنو-پارك دوره هم كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د تجارت وزيرجام کمال خان، د سرمايه کاري او نجکارۍ وزير عبدالعليم خان، د اطلاعات او خپرونو وزير عطاء تارړ او د خاص مرستيال طارق فاطمي د دورې په مهال د پاكستان په پلاوي كښې شامل دي۔