ابوظهبي 21 فروري (اے پي پي)د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زيد النهيان به د 24 فروري څخه د اټلي سركاري دوره پېل كوي۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د امارات صدر شيخ محمد بن زيد النهيان به خپل د اټاليې هم څنګ صدر سرجيوميټير يالا او وزيراعظم جارجيا ميلوني سره ملاقات كوي چې پكښې به دوه اړخيزه مرسته په خاص توګه معيشت٬سرمايه كاري٬د تجديد وړ توان٬جديد ټېكنالوجي٬مصنوعي ذهانت او كلتوري تبادلو په څانګو كښې مرستې ته خاص پام كولې شي۔دا خبرې اترې به د متحده عرب امارات او اټلي ترمينځه د سټريټجك شراكتدارۍ برخې په توګه كېږي۔