د مورنو ژبو نړيواله ورځ به (نن) د جمعې په ورځ لمانځلې شي

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي)د مورنو ژبو نړيواله ورځ (انټرنېشنل مدرز لينګوئج ډے) به (نن) د جمعې په ورځ لمانځلې شي۔په دې موقع به د ملګرو ملتونو ذيلي ادارې يونائيټډ نېشنز ايجوکيشنل سائنټفك اينډ کلچرل آرګنائزيشن (يونيسکو)، پاکستان حكومت ، پنجاب حكومت او ځيني نورو غير سرکاري تنظيمونو په اشتراك سره خصوصي واکس، سيمينارز، کنفرنسز او نوري دستوري كولې شي۔ په دې موقع به د اکادمي ادبيات تر سيوري لاندې هم دستوري كولې شي دغسې ورلډ پنجابي کانګريس به هم دستوره كوي۔دا خبره دې ياده وي چې په 21 فروري 1952 ں ډھاکه يونيورسټي كښې د ژبو په تنازعه د زدكوونكو جهګړې نه پس د پوليس په ډزو څلور زدكوونكي په حق رسيدلې وو ٬ د دغې نه پس په 17 نومبر 1999 يونيسکو انټرنېشنل مدرز لينګوئج ډے لمانځلو لپاره د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ څخه قرار داد منظور کړے د كوم په رڼا كښې چې په 21 فروري كال 2000 په وړمبي ځل د مورنو ژبو نړيواله ورځ لمانځلې شوې وه۔په دې موقع به دستورو كښې د مورنو ژبو ودي لپاره سفارشات هم وړاندې كولې شي۔