د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د مالديپ چيف آف ډيفنس وليدل

پېنډۍ 06 فروري (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د مالديپ چيف آف ډيفنس مېجر جنرل ابراهيم هيلمي ليدلي دي ٬ په دې موقع په دفاعي اړيكو او مشتركه پوځي هلو ځلو زياتولو غور وشو۔ د آئي اېس پي آر له مخئ مېجر جنرل ابراهيم د جوائنټ سټاف هيډکوارټرز پېنډۍ دوره وكړه۔ جوائنټ سټاف هېډكوارټرز ته په رسېدو د پوځ يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ مېجر جنرل ابراهيم د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا سره ملاقات وكړو ۔ په ملاقات كښې د دفاعي اړيكو قوي كولو په ضرورت زور رواړلے شو، دواړو ډلو پوځي مصروفيات او د مشتركه اقدامات پشمول د موجوده مرستې پراختيا له د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع مېجر جنرل ابراهيم د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو او كاميابو ستائنه وكړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يې د دوي د قربانيو ستائنه هم وكړه۔