د پېښور ارباب نياز كركټ سټيډيم كښې 20 كاله پس د مېچ په كولو غور روان دے

پېښور ۔ 04 فروری (اے پی پی) د پېښور په ارباب نياز كركټ سټيډيم كښې 20 كاله پس د مېچ په كولو غور كېږي۔ د پولیس چارواكو له مخې پی اېس اېل مېچ كولو له د آئي سي سي ډلې د ارباب نياز سټيډيم دوره وكړه۔ د چارواكو وېنا وه د آئي سي سي ډلې بهرنيو لوبغاړو لپاره د ګراؤنډ ٬ پوېلین، ایریا روټ او د هوټل روټ سروے وكړه۔ …

پېښور ۔ 04 فروری (اے پی پی) د پېښور په ارباب نياز كركټ سټيډيم كښې 20 كاله پس د مېچ په كولو غور كېږي۔ د پولیس چارواكو له مخې پی اېس اېل مېچ كولو له د آئي سي سي ډلې د ارباب نياز سټيډيم دوره وكړه۔ د چارواكو وېنا وه د آئي سي سي ډلې بهرنيو لوبغاړو لپاره د ګراؤنډ ٬ پوېلین، ایریا روټ او د هوټل روټ سروے وكړه۔ د پېښور پوليس چيف د آئي سي سي ډلې ته د امنيتي وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ پوليس چارواكو ووئيل د كركټ مينه والو لپاره به د شټل سروس ٬ ډرون كېمرا مانيټرنګ او سټيډيم ته نزدې د هيلي پېډ جوړولو انتظام كولې شي۔ پي سي بي په اپرېل كښې د پی اېس اېل 2 مېچونو په پېښور كښې په كولو غور كوي۔ د چارواكو وېنا ده چې د بهرنيو لوبغاړو امنيت لپاره به د اطمينان وړ انتظامات كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ارباب نياز سټيډيم كښې وروستے مېچ په كال 2006 كښې د پاكستان او هند ترمينځه شوے ؤ

مزید خبریں