
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د كے آر اېل روغتون دوره كولو سره د پخواني وفاقي وزير نجم الدين خان تپوس پوښتنه وكړه٬ د يادونې وړ ده نجم الدين خان د تېرو څو ورځو راهسې ناروغه دے او په روغتون كښې داخل دے۔ ګورنر د نجم الدين خان خيريت معلوم كړو او د ھغه روغ صحت لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع نجم الدين خان او د ھغه كورنۍ د ګورنر د راتګ مننه وكړه او ھغه لپاره ئې د نيكو هيلو څړګندونه وكړه