ناګپور۔3فروری(اے پی پی) د هند او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ به په 6 فرورۍ ودربھ کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، ناګپور كښې كيږي۔ دې څخه وړاندې د 5 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو په سيريز كښې هند انګلېنډ ته 1-4 سره ماتې وركړې وه۔ د انګلېنډ كركټ لوبډله دا مهال د هند په دوره ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 ټي …
د هند او انګلينډ لوبډلو ترمينځه اولنے يو ورځنے كركټ ميچ به په 6 فرورۍ كيږي

مزید خبریں
ناګپور۔3فروری(اے پی پی) د هند او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ به په 6 فرورۍ ودربھ کرکټ اېسوسی اېشن سټېډیم، ناګپور كښې كيږي۔ دې څخه وړاندې د 5 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو په سيريز كښې هند انګلېنډ ته 1-4 سره ماتې وركړې وه۔ د انګلېنډ كركټ لوبډله دا مهال د هند په دوره ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سريز شوے كوم چې كوربه لوبډلې د 1-4 سره ګټلے دے۔ د ون ډے سیریز په ابتدائي دوه يو ورځنو مېچونو كښې به د هند كركټ لوبډلې مشري نوموړے بېټر روهت شرما كوي او د انګلېنډ لوبډله به د جوز بټلر په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز دويم مېچ به په 9 فروري كټك كښې او درېم او وروستے مېچ به په 12 فروروۍ احمد آباد كښې كيږي۔ درې واړه مېچونه به ډے اېنډ نائټ وي








