ګورنر فیصل کریم کنډي په قلات او هرنائی كښې په عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

پېښور 02 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د بلوچستان قلات او هرنائي سيمو كښې د عملياتو په مهال د 23 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په خپل يو پیغام كښې ګورنر د عملياتو په مهال شهيد شويو د امنيتي ځواكونو 18 ځوانانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو د كورنيو سره غمرازا ښكاره كړه،ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ ګورنر ووئيل د ترهه ګرو ختمولو لپاره د امنيتي ځواكونو غیرمتزلزل عزم د ستائنې وړ دې،ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دې۔