اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په دوو ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستے ټېسټ مېچ سبا د خالي په ورځ د جنورۍ 25 څخه تر 29 مې نېټې په ملتان كركټ سټېډيم كښې پېل كيږي۔ د پاكستان لوبډلې ته د مېلمه لوبډلې وېسټ انډيز په ضد د دوو ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ پاكستان په اولني …
د پاكستان او ويسټ انډيز ترمينځه دويم او وروستے ټيسټ ميچ سبا (خالي ورځې څخه) پيل كيږي٬ پاكستان ته په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده

مزید خبریں
اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په دوو ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستے ټېسټ مېچ سبا د خالي په ورځ د جنورۍ 25 څخه تر 29 مې نېټې په ملتان كركټ سټېډيم كښې پېل كيږي۔ د پاكستان لوبډلې ته د مېلمه لوبډلې وېسټ انډيز په ضد د دوو ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ پاكستان په اولني ټېسټ مېچ كښې وېسټ انډيز ته 127 رنز سره ماتې وركړه وه۔ د وېسټ انډیز لوبډله دا مهال د پاكستان په دوره ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه په دوو ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز يو مېچ شوے كوم كښې چې پاكستان وېسټ انډيز ته ماتې وركړې ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم او وروستے ټېسټ مېچ سبا د خالي په ورځ د جنورۍ 25 مې څخه تر 29 مې نېټې په ملتان كركټ سټېډيم كښې پېل كيږي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به شان مسعود او د وېسټ انډيز کرېګ براتھویټ كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د خوندورې او سختې مقابلې امكان دے۔ ویسټ انډيز لوبډلې له به سيريز يو برابر كولو له مېچ ضرور ګټل وي او پاكستان له به سيريز په خپل نوم كولو له لږ تر لږ دا مېچ يو برابر كول وي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه ټېسټ سيريز د آئي سي سي ټېسټ چېمپئن شپ برخه ده۔ په دوېم او وروستي ټېسټ مېچ كښې به هم د سري لنكا رنجن مدوګالے آئي سي سي مېچ ريفري وي۔ پال رائفل او راډنی ټکر به آن فیلډ امپائر٬ رچرډ کېټلبرو تھرډ امپائر او راشد ریاض قمر فورتھ امپائر وي۔








