رحیم یارخان ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د شهيد سپاهي احسن علي د جنازې مونځ په رحيم يار خان كښې په خپله پلرنۍ سيمه باغو بهار چک نمبر 125 ون ایل كښې ادا كړے شوے۔ د ګل په ورځ د جاري شوي تفصيلات له مخې د ترهګرو مقابلې په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكې د پاك پوځ سپاهي احسن علي تعلق رحيم يار خان سره ؤ۔ هغه تېره …
د شهيد سپاهي احسن علي د جنازې مونځ پخپل كلي كښې ادا كړے شو
رحیم یارخان ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د شهيد سپاهي احسن علي د جنازې مونځ په رحيم يار خان كښې په خپله پلرنۍ سيمه باغو بهار چک نمبر 125 ون ایل كښې ادا كړے شوے۔ د ګل په ورځ د جاري شوي تفصيلات له مخې د ترهګرو مقابلې په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكې د پاك پوځ سپاهي احسن علي تعلق رحيم يار خان سره ؤ۔ هغه تېره ورځ د ټانك په شادي خېل سيمه كښې د ترهګرو مقابلې كولو په مهال شهيد شو۔ د شهيد احسن د جنازې مونځ كښې د پاك پوځ افسرانو ٬ سول او عسكري چارواكو په شمول ګڼ شمېر ځايي كسانو ګډون وكړو۔ شهيد د بشپړ پوځي درناوي سره خاورو ته وسپارلے شو۔ په دې موقع شهيد ته د پاك پوځ يوې چمتؤ ډلې سلامي وكړه۔ په قامي بېرغ كښې د نغښتلې شوي شهيد په قبر د ګلونو څادر خپور كړے شو او فاتحه خواني وكړې شوه











