محنت صوبائي وزیر حاجي فضل شکور خان د وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین سره ملاقات

پشاور۔ 10 جنوري (اے پي پي ) د خیبرپښتونخوا د محنت وزير حاجي فضل شکور خان د م١هبي چارو وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔ په دې موقع صوبائی وزیر سره سیکرټري لیبر ډیپارټمنټ عادل اقبال، سیکرټري ورکرز ویلفیئر بورډ خیبر پښتونخوا محمد طفیل، ډائریکټر ایډمن سیف اللہ ظفر او ډائریکټر ایجوکیشن پروفیسر امجد خان هم موجود وو ۔ د خیبرپښتونخوا وزیر …

پشاور۔ 10 جنوري (اے پي پي ) د خیبرپښتونخوا د محنت وزير حاجي فضل شکور خان د م١هبي چارو وفاقي وزیر چوهدري سالک حسین سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔ په دې موقع صوبائی وزیر سره سیکرټري لیبر ډیپارټمنټ عادل اقبال، سیکرټري ورکرز ویلفیئر بورډ خیبر پښتونخوا محمد طفیل، ډائریکټر ایډمن سیف اللہ ظفر او ډائریکټر ایجوکیشن پروفیسر امجد خان هم موجود وو ۔ د خیبرپښتونخوا وزیر وفاقي وزیر ته خیبر پښتونخوا كښې د لیبر ډیپارټمنټ ورکرز ویلفیئر بورډ د اړخه د مزدورانو یښګړې له صوبه كښې د روانو مهمو منصوبو ذکر وكړو چې پكښې صنعتي مزدورانو له ورکنګ فوکس یونیورسټی جوړول ، خیبرپښتونخوا ورکرز ویلفیئر بورډ لاندې د 11 تکنیکي ادارو د بحالۍ ، هري پور كښې د کان کنستونكو مزدورانو لپاره د پلمونولوجي طبې اداره جوړول او چارسدہ كښې د انجونو لپاره د سکول عمارت جوړول شامل دي ۔ چوهدری سالک حسین د دې منصوبو په زړه پورې مرستې بارو وركړو ۔ ده ووئېل وفاقي حکومت ورکرز ویلفیئر فنډ د لارې د دې اقدامات تر سره كولو له هر ممکن مرسته به كوي ۔ ۔