کوئټه۔ 10 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د صحت سیکرټري مجیب الرحمن پانېزئۍ سره د بل اینډ میلنډا ګیټس فاونډیشن (بي ایم جي ایف) سینئر پروګرام آفیسر ډاکټر ریحان حفیظ په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات کړے ٬ چې پكښې د پولیو او حفاظتي ټیکو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د ټيكو پراختيا پروګرام ډپټي پروونشل کوارډینیټر ډاکټر ظفر اقبال خوستي ،ډاکتر ظریف ، ډاکټر وحید لاشاري …
د بلوچستان د صحت سېكرټري سره د بل اینډ میلنډا ګیټس فاونډیشن سینئر پروګرام آفیسر ډاکټر ریحان حفیظ په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات، د پولیو او حفاظتي ټیکو په اړه د خیالاتو څرګندونه
کوئټه۔ 10 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د صحت سیکرټري مجیب الرحمن پانېزئۍ سره د بل اینډ میلنډا ګیټس فاونډیشن (بي ایم جي ایف) سینئر پروګرام آفیسر ډاکټر ریحان حفیظ په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات کړے ٬ چې پكښې د پولیو او حفاظتي ټیکو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د ټيكو پراختيا پروګرام ډپټي پروونشل کوارډینیټر ډاکټر ظفر اقبال خوستي ،ډاکتر ظریف ، ډاکټر وحید لاشاري او ډاکټر نجیب مروت هم موجود وو ۔ملاقات كښې د پولیو خاتمې او د نورو لويو رنځونو مخ نيوي له د حفاظتي ټیکو په كمپائنز چارو غور وكړے شو۔ سیکرټري صحت د دې عزم څرګندونه وكړه چې د بلوچستان حکومت صوبه كښې د پولیو خاتمې لپاره موثر تګلاره خپلوي د كومې به چې ډېرې زر ګټورې نتيجې رامخې ته شي ، د پولیو غوندې موذي رنځونو نه په خلاصي كوچنيان د ټول عمر معذورۍ نه بچ كېدې شي ، د بېلو ناروغيو نه ساتنې لپاره د حفاظتي ټیکو د پراختيا پروګرام کردار هم کلیدي دے ۔ ده ووئېل وزیراعلیٰ او د صحت وزير په مشرۍ كښې صوبائي حکومت د موذي ناروغيو خلاف خپل کاز له د زړه نه كار كوي او په دې حقله پرائمري هیلتھ کیئر او د ایمیونائزیشن په اړه د تګلارې جوړولو د صورت حال به په باریک بینۍ جاج اغستلې شي د كومې به چې ښې نتيجې رامخې ته شي ۔











