کوئټه ۔ 09 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي د اسمبلۍ غړي میر عبید ګورګیج په ضلع خضدار زهري سيمه كښې د شر خوښو د اړخه سرکاري او شخصی املاک ته د زيان رسولوغندنه كړې ده ۔ ده ووئېل څو عناصر د ریاستي رټ چیلنج کولو هڅې كړي كومې چې فورسز ناکامه كړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده خپل بیان كښې وكړه ۔ ده ووئېل زمونږ د …
د اسمبلۍ غړي میر عبید ګورګیج په خضدار ضلع كښې دولتي او شخصی املاک ته د زيان رسولو غندنه وكړه
کوئټه ۔ 09 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي د اسمبلۍ غړي میر عبید ګورګیج په ضلع خضدار زهري سيمه كښې د شر خوښو د اړخه سرکاري او شخصی املاک ته د زيان رسولوغندنه كړې ده ۔ ده ووئېل څو عناصر د ریاستي رټ چیلنج کولو هڅې كړي كومې چې فورسز ناکامه كړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده خپل بیان كښې وكړه ۔ ده ووئېل زمونږ د مېړني سکیورټي فورسز غړي به شر خوښو ته په زړه پورې ځواب وركوي ۔ ده ووئېل زه په تحصیل زهري ضلع خضدار كښې د کالعدم تنظیم لخوا اولسي او شخصی املاک ته د زيان رسولو او په اولس كښې د يرې ترهې خپرولو په سختو ټكو غندنه كوم ۔ د بلوچستان حكومت به د تورنو په ضد په زړه پورې کارروائي کوي ۔ میر عبید ګورګیج ووئېل سیکورټي فورسز د امن لپاره شپه ورځ كار كوي ٬ دا وجه ده چې په صوبه كښې امن ممکن شو ،اوس د يو سازش تر مخه صوبه كښې امن له مينځه د وړلو هڅې كېږي كومې به چې سکیورټي فورسز د اولس سره په ګډه ناكامه كوي۔











