اسلام آباد۔8جنوري (اے پي پي ) د چین د تعمیراتي کمپنۍ اوورسیز ریریزنټیټیو آفس یونن ډائریکټر لی پنګ د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره په اسلام آباد كښې ملاقات کړے ۔ د شورو په ورځ د جاري بیان تر مخه ملاقات كښې ګورنر خیبرپښتونخوا ته په صوبه كښې په این 5 د شوي تعمیراتي کار په اړه بریفنګ وركړے شو ۔ګورنر د کمپنۍ د کار ستائنه كولو سره ووئېل …
ګورنر فیصل کریم کنډي سره د چین د تعمیراتي کمپنۍ ډائریکټر ملاقات
اسلام آباد۔8جنوري (اے پي پي ) د چین د تعمیراتي کمپنۍ اوورسیز ریریزنټیټیو آفس یونن ډائریکټر لی پنګ د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره په اسلام آباد كښې ملاقات کړے ۔ د شورو په ورځ د جاري بیان تر مخه ملاقات كښې ګورنر خیبرپښتونخوا ته په صوبه كښې په این 5 د شوي تعمیراتي کار په اړه بریفنګ وركړے شو ۔ګورنر د کمپنۍ د کار ستائنه كولو سره ووئېل چشمه لفټ کینال كښې هم کمپنۍ له خپله برخه د اچولو تجويز وركړے شو ۔ ده ووئېل چشمه لفټ کینال يوازې د خیبر پښتونخوا نه بلکې د هېواد مهمه ترقیاتي منصوبه ده چې پكښې د نړيوال معیار کمپنیو شمولیت د دې منصوبې د پائیدارۍ او ښه نتائجو لپاره ډېره ضروري ده۔ ملاقات كښې د تعمیرات كار پوهه نوموړي کاروباري شخصیت شعیب خان هم د دوي سره ؤ










