پېښور ۔ 08 جنوری (اے پی پی) بېرسټر سېف وئيلي دي چې د كرم لوظنامه شوې د فريقنو استازو لاس ليك كړې ده۔ بېرسټر سېف په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په كرم كښې په ډي سي ډزې وكړې شوې او د هغه سكيورټي ګارډ هم ژوبل شو٬ چې كومو كسانو ډزې كړي دي د هغوي په ضد قانوني كارروائي روانه ده۔ دده وېنا وه چې په فريقنو …
كرم لوظنامه شوې – فريقينو لاس ليك كړې ده: بيرسټر سيف
پېښور ۔ 08 جنوری (اے پی پی) بېرسټر سېف وئيلي دي چې د كرم لوظنامه شوې د فريقنو استازو لاس ليك كړې ده۔ بېرسټر سېف په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په كرم كښې په ډي سي ډزې وكړې شوې او د هغه سكيورټي ګارډ هم ژوبل شو٬ چې كومو كسانو ډزې كړي دي د هغوي په ضد قانوني كارروائي روانه ده۔ دده وېنا وه چې په فريقنو كښې د اهل سنت او اهل تشيع ترمينځه لوظنامه شوې ده٬ حكومت په دې كښې د درېمګړي كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل حكومت امن غواړي۔ د سړكونو پرانستلو په اړه ده ووئيل د سكيورټي علتونو د لاسه په دې اړه څه ويل به د وخت نه وړاندې وي۔ ده ووئيل كله چې چرته بېړنے حالت رامخے ته كيږي نو ريليف وركولے شي۔ ده ووئيل د كرم لوظنامې د شقونو له مخې دغلته كارروائي پېل شوې ده٬ كومو شرخوښو چې دا حركت كړے دے هغوي امن ته زيان رسول غوښتل خو هغوي ناكامه شوي دي۔ ده ووئيل ځينې شرخوښي نيولې شوي دي او د نورو نيولو له كارروايۍ روانې دي۔ ده ووئيل په ډي سي كرم بريد كوؤنكي شرخوښي وو۔ ده ووئيل د نيولو شوو شرخوښو په اړه اوس لا څه وئيلې نه شم۔










