پېښور ۔ 08 جنوری (اے پی پی) كرم ضلعې لپاره د مرستې په سامان مشتمله د 40 ګاډو قافله خېريت سره روانه كړې شوه۔ په دې اړه د اطلاعاتو سلاكار بېرسټر ډاكتر سېف ووئيل چې په 10 ګاډو مشتمله قافله بګن او په 30 ګاډو مشتمله بله قافله به ډېر زر پاړا چنار او اپر كرم ته ورسي۔ بېرسټر ډاکټر سېف ووئيل چې د شپې تر ناوخته ځائي مظاهرچيانو سره …
كرم ضلعې له د مرستې په سامان مشتمله د 40 ګاډو قافله خيريت سره روانه شوه
پېښور ۔ 08 جنوری (اے پی پی) كرم ضلعې لپاره د مرستې په سامان مشتمله د 40 ګاډو قافله خېريت سره روانه كړې شوه۔ په دې اړه د اطلاعاتو سلاكار بېرسټر ډاكتر سېف ووئيل چې په 10 ګاډو مشتمله قافله بګن او په 30 ګاډو مشتمله بله قافله به ډېر زر پاړا چنار او اپر كرم ته ورسي۔ بېرسټر ډاکټر سېف ووئيل چې د شپې تر ناوخته ځائي مظاهرچيانو سره له كامياب مذاكراتو وروستو قافله روانه كړې شوه۔ ده ووئيل په مذاكراتو كښې ګرېنډ جرګې ٬ كرم امن كمېټۍ او ځائي امن كمېټيو مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د امن په ځائے كېدو سره به نورو قافلې هم ولېږلې شي۔










