د نيوزي لينډ او سري لنكا كركټ ډلو ترمينځه وړومبې ون ډے ميچ به په 5 جنوري كيږي

ويلنګټن 03 جنوري (اے پي پي) د نيوزي لينډ او سري لنكا كركټ ډلو ترمينځه په درې ون ډے انټرنېشنل ميچونو مشتمل سيريز وړومبې ميچ به په 5 جنوري بيسن ريزرو، ويلنګټن كښې كيږي۔دې څخه وړاندې كوربه نيوزي لينډ ډلي د سري لنكا ډلي له درې ټي ټونټي ميچونو سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې ؤ۔د سري لنكا كركټ ډله دا مهخال د نيوزي لينډ په دوره ده چرته به …

ويلنګټن 03 جنوري (اے پي پي) د نيوزي لينډ او سري لنكا كركټ ډلو ترمينځه په درې ون ډے انټرنېشنل ميچونو مشتمل سيريز وړومبې ميچ به په 5 جنوري بيسن ريزرو، ويلنګټن كښې كيږي۔دې څخه وړاندې كوربه نيوزي لينډ ډلي د سري لنكا ډلي له درې ټي ټونټي ميچونو سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې ؤ۔د سري لنكا كركټ ډله دا مهخال د نيوزي لينډ په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد درې ټي ټونټي،درې ون ډے ميچونو سيريز كوي۔ د نيوزي لينډ ډلي مشري مچل سينټنر كوي دغسې د سري لنكا ډلي مشري چارتھ اسالنكا كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه د درې ون ډے ميچونو سيريز دويم ون ډے ميچ به په 8 جنوري سډن پارك، هملټن كښې كېږي دغسې دريم او آخري ميچ به په 11 جنوري ايډن پارك، آكلينډ كښې كېږي۔

مزید خبریں