اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د نېشنل بلائنډ ګېمز درېم ايډيشن په پاكستان سپورټس بورډ اسلام آباد كښې پايې ته ورسېد٬ په څلور ورځني ايونټ كښې ګرد هېواد څخه خصوصي وګړو ګډون وكړو۔ په ايونټ كښې د بلائنډ فټ بال، بلائنډ جوډو، بلائنډ ارچری ، برېل شطرنج، اېتھلېټکس او بلائنډ بېس بال مقابلې وشوې په كومو كښې چې غوره كاركردګي ښودونكو لوبغاړو كاميابۍ ترلاسه كړې۔ كامياب ګرځولې شوو لوبغاړو ته مېډلې …
د نيشنل بلائنډ ګيمز دريم ايډيشن په پاكستان سپورټس بورډ اسلام آباد كښې پايې ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د نېشنل بلائنډ ګېمز درېم ايډيشن په پاكستان سپورټس بورډ اسلام آباد كښې پايې ته ورسېد٬ په څلور ورځني ايونټ كښې ګرد هېواد څخه خصوصي وګړو ګډون وكړو۔ په ايونټ كښې د بلائنډ فټ بال، بلائنډ جوډو، بلائنډ ارچری ، برېل شطرنج، اېتھلېټکس او بلائنډ بېس بال مقابلې وشوې په كومو كښې چې غوره كاركردګي ښودونكو لوبغاړو كاميابۍ ترلاسه كړې۔ كامياب ګرځولې شوو لوبغاړو ته مېډلې وركړې شوې۔ د بلائنډ بېس بال مقابلو كښې ګلګت بلتستان کامیابی ترلاسه كړه او آزاد جموں اېنډ کشمیر رنر اپ پاتے شو۔ د جوډو په مقابلو كښې د خېبر پښتونخوا شمائله د سرو زرو ، د آزاد جمو و کشمیر صبا د چاندۍ او د اسلام آباد زمره رفيق د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ د برېل بلائنډ شطرنج په مقابلو كښې د پنجاب راشد نثار د سرو ، د پنجاب عامر لجاز د چاندۍ او د پنجاب انیله شهزادی د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ د بلائنډ فټ بال (مېل) کټېګری په مقابلو كښې خېبر پښتونخوا بريا ترلاسه كړه او اسلام آباد رنر اپ پاتے شو۔ د بلائنډ فټ بال (فيمېل) كېټګري ايونټ كښې پنجاب ايونټ په خپل نوم كړو او اسلام آباد رنر پاتے شو۔ په بلائنډ آرچری (مېل) کېټیګری كښې د خېبر پښتونخوا وسيم د سرو ٬ د آزاد جمو وكشمير اسامه هاشمي د چاندۍ او د خېبر پښتونخوا اسامه خان د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ بلائنډ آرچری (فيمېل) کېټیګری كښې د اسلام آباد وجیهه د سرو ٬ د آزاد كشمير صبا د چاندۍ اود سندھ زېنب د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ د اېتھلېټکس -بی ون 100 ميټر كښې د مېل كېټېګري په مقابلو كښې عدنان د سرو ٬ معين د چاندۍ او مبشر د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ اېتھلېټکس -بی ټو 200 مېل كېټېګري كښی منان د سرو ٬ وسيم د چاندۍ او عثمان د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ اېتھلیټکس بی ون 100 میټر فيميل کېټیګری مقابلو كښې قندیل د سرو ٬ شمائله د چاندۍ او فاطمه د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ اېتھلېټکس بی ټو 100 میټر فيمېل کېټیګری مقابلو كښې كرن د سرو ٬ هيره د چاندۍ او نمره د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ په نېشنل بلائنډ ګېمز 2024 كښې بصارت څخه د محروم لوبغاړو قوت او عزم په ډاګ شو۔ د هغوي ښكار كاميابۍ ټولو لپاره د يو مثبت او ټولشموله لوبو صلاحيت ثبوت دے۔ پاکستان بلائنډ اسپورټس فېډرېشن (پی بی اېس اېف) نابينا لوبغاړو لپاره د موقعو رامخې ته كولو ٬ دوئي په قامي او نړيوال پلېټ فارمز غوره كاركردګي ښودلو او خپله نامه روښانه كولو له په خپلو پښو د اودرولو عزم لري۔ په بېلو كېټګريز كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته مېډلې وركړې شوې۔ د پايې دستورې خاص مېلمه ډی اېس پی ټېلی کمیونېکېشن اشرف عظیم ؤ چا چې د لوبغاړو د صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده په ايونټ كښې د ګډونو كوؤنكو لوبغاړو مننه وكړه۔ ده ووئيل دا ډول ايونټ به د لوبغاړو په ګټه وي۔ په دې موقعه د پاكستان بلائنډ سپورټس فېډرېن (پي بي اېس اېف) غړو كښې صدر پی بی اېس اېف اېم وقاص، جنرل سیکرټری پی بی اېس ای سلمان الهی ، نائب صدر پی بی اېس اېف شهزاد جاوېد، جی ایم پی بی اېس اېف بلال جاوید اود پی بی اېس اېف ډائرېکټر مارکیټنګ خلیل احمد موجود وو۔










