پاكستان ته په اولني ټيسټ كښې سختې مقابلې څخه وروستو په 2 وكټونو ماتې ٬ سوئيلي افريقا د دوه ميچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه

سنچورین۔29دسمبر(اے پی پی) سوئيلي افريقا په سنچورين كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې پاكستان ته له يوې سختې مقابلې څخه وروستو په 2 وكټونو ماتې وركولو سره د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه٬ پروټيز ددې بريا په نتيجه كښې د آئي سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ په فائنل كښې ځاے هم جوړ كړو۔ د ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ سوئيلي افريقا د 148 رنز …

سنچورین۔29دسمبر(اے پی پی) سوئيلي افريقا په سنچورين كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې پاكستان ته له يوې سختې مقابلې څخه وروستو په 2 وكټونو ماتې وركولو سره د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه٬ پروټيز ددې بريا په نتيجه كښې د آئي سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ په فائنل كښې ځاے هم جوړ كړو۔ د ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ سوئيلي افريقا د 148 رنز هدف له يوې سختې مقابلې څخه وروستو د 8 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ په 99 سكور د كوربه لوبډلې 8 كسان آؤټ شوي وو او داسې ښكارېده چې پاكستان به دا مېچ په خپل نوم كړي خو د کګېسو ربادا او مارکو جېنسن ذمه دارۍ سره بېټڼګ د دې تاريخي بريا په ممكن كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ کګیسو ربادا 31 او مارکو جینسن 16 رنز سره ناټ آوټ پاتے شول۔ د سوئيلي افريقا اېډن ماركرم د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پروټيز ددې بريا له كبله د آئي سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ فائنل لپاره كواليفائي كړې ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ به 3 څخه تر 7 جنوري په كېپ ټاؤن كښې كولے شي۔

مزید خبریں