د سوئيلي افريقا او پاكستان ترمينځه اولنے ټيسټ ميچ سبا د زيارت ورځې څخه پېل كيږي

سنچورین۔25دسمبر(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ 26 څخه تر 30 دسمبر په سپر سپورټ پارک، سنچورین كښې كيږي۔ د سوئيلي افريقا او پاكستان ترمينځه د درې ټی ټونټی او درې ون ډے مېچونو سيريز شوے دے۔ په ټي ټونټي سيريز كښی سوئيلي افريقا ګرين شرټس ته 0-2 سره ماتې وركړې ٬ درېم مېچ د باران د …

سنچورین۔25دسمبر(اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ 26 څخه تر 30 دسمبر په سپر سپورټ پارک، سنچورین كښې كيږي۔ د سوئيلي افريقا او پاكستان ترمينځه د درې ټی ټونټی او درې ون ډے مېچونو سيريز شوے دے۔ په ټي ټونټي سيريز كښی سوئيلي افريقا ګرين شرټس ته 0-2 سره ماتې وركړې ٬ درېم مېچ د باران د لاسه شوے نه ؤ۔ د پاكستان لوبډلې د درې ون ډے مېچونو په سيريز كښې پروټیز ډله 0-3 سره كلين سويپ كړې ده۔ په ټېسټ سيريز كښې د پاكستان لوبډلې مشري شان مسعود او د پروټیز تیمبا بووما كوي۔ د دواړو لوبډلو ترميځه دويم او وروستے ټېسټ مېچ به 3 څخه تر 7 جنوري په كېپ ټاؤن كښې كيږي۔ په پاكستاني سكواډ كښې شان مسعود (کپتان)،اے شفیق، بابر اعظم، سعود شکیل، صائم ایوب، سلمان آغا، عامر جمال، کامران غلام، نعمان علی،حسیب خان، رضوان،خرم شهزاد، میر حمزہ، اېم عباس او نسیم شاہ شامل دے۔

مزید خبریں